د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تدارکاتي اړتیاوې ترتیب بندي کېږي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۱۳:۵۶
nhkyu

۱۴۴۳/۱۰/۲۵

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال حافظ محمد امین فاروقي د یاد وزارت د تدارکاتو، مالي او اداري ریاست له مسؤلینو او امرینو سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د دغه وزارت بودېجې ته په کتو د وزارت اړوند تدارکاتي اړتیاوو باندې بحث وشو چې څنګه کېدای شي مهم او اړین تدارکاتي مواردو ته لومړیتوب ورکړل شي.

ښاغلي محمد امین فاروقي، مالي، اداري او د تدارکاتو رییسانو ته په خطاب کې وویل، چې اوسنۍ بودیجه ټوله د داخلي عوایدو څخه لاسته راغلې او هېڅ بهرنۍ مرسته په کې نشته، چې د تېر په پرتله کمه ده، بناءً د وزارت بودیجې ته په کتو په تدارکاتي مواردو کې له احتیاط کار واخېستل شي.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال زیاته کړه، ټول ریاستونه دې خپلې اړتیاوې اولویت بندي کړي او رسماً دې د تدارکاتو ریاست ته واستوي، چې یاد ریاست د اصولو سره سم اقدامات وکړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۳۴
Background image

د نوي کابل ښار د پراختیا په موخه د عربي پانګوال شرکت سره خبرې وشوې

۲۸/۱۲/۱۴۴۶

د کور او ښار جوړولو وزارت متخصصینو او د اړوندو ریاستونو استازو د نوي کابل ښار د بیارغونې او پراختیا په موخه د تمکین په نوم د یو عربي پانګوال شرکت له مشر صالح الدریبي او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۵:۲۰
Background image

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د درې مسجدونو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۸

د پکتیکا لایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ښرنې ښار په درې نوو جوړېدونکو مسجدونو (د دویمې حوزې جومات،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۳۰
Background image

فاریاب کې د  سوداګریز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۸

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي خالمیرزا ذوالفقاروایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د میمنې ښار د ښاروالۍ د پنځمې ناحیې اړوند د پنځه‌ پوړیزه. . .

BACK TO NEWS