د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د پنځم مکروریانو له استوګنيزې پروژې ليدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۱۳:۷
مکروریان

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر محترم محمد جواد پيکار له یو شمېر تخنیکي رئيسانو، د سیمې د ګذر وکیلانو او اوسېدونکیو سره يو ځای د پنځم مکروريانو له استوګنيزې پروژې څخه لیدنه وکړه.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د یادې پروژې په لومړي فاز کې له شپږو بلاکونو څخه د لیدنې پر مهال د دغې پروژې تخنیکي او په چاپېریال کې د شته ستونزو ارزونه وکړه.

محترم محمد جواد پيکار د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مسکن تخنيکي رياست ته دنده وسپارله چې د لومړي فاز زیربناسازۍ پلان جوړ کړي او د بشپړو معلوماتو تر راټولولو وروسته دې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لارې د زېربناسازۍ کارونه پیل کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر همدارنګه د دې استوګنيزې پروژې قراردادي شرکت ته لارښوونه وکړه چې تر هر څه ژر د نيمګړو بلاکونو چارې پیل کړي، څو په لنده موده کې د خلکو د مېشتېدو زمینه برابره شي.

محترم محمد جواد پيکار په ورته وخت کې د پنځم مکروریان آمریت او قراردادي شرکت ته دنده وسپارله چې د خلکو د خونديتوب لپاره د دې استوګنيزې پروژې B1 او B2  بلاکونو محوطه دې په فېنس خوندي او د خاورو ډېرې دې بل ځای ته انتقال کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو سرپرست وزیر د سیمې له اوسېدونکیو او د ګذر له وکیلانو سره په لیدنه کې د هغو ستونزو او نظریاتو په اورېدو سره اړوندو برخو ته لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره دې د B1 او B2   بلاکونو مخې ته مېشتو کورنیو بیا مېشتېدنې او د هغو ستونزو هواري په برخه کې لاس په کار شي.

محترم محمد جواد پیکار په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکیو او د ګذر وکیلانو ته ډاد ورکړ چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د یادې پروژې په کچه د شته ستونزو هواري په برخه کې په قاطعیت ګام اخلي او په دې برخه کې د هغو د مرستې غوښتنه هم وکړه.

د پنځم مکروريان استوګنیزې پروژې چارې په وروستیو څو کلونو کې د حقوقي او تخنیکي ستونزو له کبله درېدلې وې، خو اوس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د پرله پسې هڅو په پایله کې یو وار بیا پیل او په لنډ وخت کې به بشپړ شي.

د پنځم مکروريانو استوګنيزې پروژې لومړی فاز په ۳۱ جريبه ځمکه کې جوړ شوی چې د لسو بلاکونو له ډلې د شپږو هغو ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوي او تمه ده چې د څلورو نورو عملي چارې هم ډېر ژر پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۴۳
Background image

د پنځم مکروریان استوګنیزې پروژې د بلاکونو چارې په چټکۍ روانې دي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۵

کابل کې د پنځم مکروریان استوګنیزې پروژې د بلاکونو ودانیزې چارې، د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د هر اړخیزو هڅو له امله بیا پیل او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۳
Background image

د کابل ښار په درېیمه ناحیه کې د ودانیزو چارو له بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۵

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د منظم او دوامداره نظارتي پروګرامونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۴۱
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت مسلکي ټیم ارزګان ولایت ته د مهاجرینو په ښارګوټي کې د خط اچولو او نمرو توپیر په موخه واستول شول

۱۴۴۷/۱۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د ارزګان ولایت اړوند د مهاجرینو د ښارګوټي اصلاحي تفصیلي پلان تر ارزونې وروسته تائید او لاسلیک کړ.

ارزګ. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت