د ښاري ځمکو د بیې د ټاکلو د اصولو د بیا کتنې غونډه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۴۰
معینیت مسکن

1447/03/07

د ښاري ځمکو د بیې د ټاکلو د اصولو د طرزالعمل د بیاکتنې غونډه د مسکن ودانیزو چارو او برنامو د پراختیا د محترم مرستیال مولوي گل زرین صابر په مشرۍ د اړوندو رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې، د مسکن محترم مرستیال د موضوع پر اهمیت خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د طرزالعمل مواد باید داسې ترتیب او تنظیم شي چې نه یوازې په کابل ښار کې بلکې د هېواد په ټولو ښارونو او ښاروالیو کې د تطبیق وړ وي.

نوموړي همداراز د طرزالعمل د ژر تنظیم او لازم دقت پر اړتیا ټینګار وکړ او له رئیسانو او ګډونوالو یې وغوښتل چې نور اړوند ریاستونه او ښکېل کسان هم د دې طرزالعمل د چمتو کولو او تنظیمولو په بهیر کې شامل کړي.

د غونډې په دوام کې یو شمېر رئیسانو خپلې نظریې او وړاندیزونه د طرزالعمل د متن د لا پیاوړي کولو لپاره وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ، چې اړوند ریاستونه باید خپلې تخنیکي او حقوقي نظریې شریکې کړي، څو د هغوی د یوځای کولو په برخه کې لازم تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت