د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون خپله دری دېرشمه ناسته وکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۴:۴۸
'

۱۴۴۵/۸/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمیسیون خپله دري دېرشمه ناسته وکړه او پر یو ویشت بېلابېلو موضوعاتو یې بحث او نظرونه شریک کړل.

په ناسته کې، په لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونو کې د هستوګنیزو نمرو تعدیل پر سوداګریزو بخث وشو او د اسنادو تر ازرونې وروسته ځینو ته د رغولو اجازه ور کړل شوه.

خو ځینې هغه چې په اسنادو کې نیمګړتیاوې وې، د اسنادو تر بشپړولو وروسته به پرې په  نورو ناستو کې بحث وشي او تائید شي.

دغه راز، په بېلا بېلو ولایتونو کې د تېلو د پمپ سټېشنونو د جوړولو ټول اسنادونه وڅېړل شول، کوم هغه چې اسناد یې بشپړ و، د رغولو اجازه ورکړل شوه او پاتې نور چې نیمګړتیاوې یې درلودې د هغې په اړه به هم د اسنادو تر پوره کولو وروسته په راتلونکو ناستو کې پرېکړه وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

په شپږو مهمو ښارونو کې د غیر پلانې ودې او پراختیا مخنیوي په موخه لازم تصمیم ونیول شو

۱۴۴۷/۶/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، تصمیم ونیو چې د هېواد په کچه شپږو مهمو ښارونو کې په لومړیتوب سره او بیا ګام په ګام نورو مرکزونو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۱:۷
Background image

د غزني په ولایت کې د مسجد او تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وايي چې د ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت ریاست د مسجد او د تخنیکي پوهنتون د سړک پروژو له چارو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د نیمروز په بندروالۍ ګمرک کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۱۵

د نیمروز ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالجبار یاسیني وایي چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د بندروالۍ ګمرک د مسجد شریف د محراب د اعمار چارو څارنه ترسره کړې ده. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت