د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي ریاست پلاوي، ننګرهار ته سفر وکړ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۵۷
ننګرهار

۱۴۴۷/۹/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مقام په هدایت او لارښوونه، د دغه وزارت د د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي ریاست تخنیکي ټیم ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

د دغه سفر اساسي موخه د یاد ولایت په کچه د دې ریاست د دوهمو او درېیمو واحدونو د کړنو، کاري بهیرونو او د فعالیتونو د پرمختګ کچې هر اړخیزه ارزونه او څارنه ده.

په دغه سفر کې به، د برنامو د تطبیق بهیر د تخنیکي اصولو، نافذه قوانینو او مقرراتو په رڼا کې په اغېزمن، شفاف او منظم ډول وارزول شي.

تللي پلاوي د ننګرهار ولایت د شینوار ولسوالۍ، سره رود ولسوالۍ، ګوشته ولسوالۍ او کامه ولسوالۍ ویزه شوي ښاري پلانونه په دقت سره وارزول.

سربېره پر دې، د جلال اباد ښار ښاري پلانونه، چې درې ماسټرپلانونه او ۳۳ تفصیلي او ستراتیژیک پلانونه په‌کې شامل دي، په تفصیلي ډول تحلیل او و ارزول.

ورپسې، د اسنادو او پلانونو له ارزونې وروسته، د روښان ‌مېنې ښارګوټي پلان له واقعي جغرافیایي ځانګړتیاو سره وتړل شو او د ځمکې پر اصلي موقعیت برابر کړای شو.

د ترسره شوې څارنې په پایله کې یو شمېر د پام وړ سرغړونې تشخیص او تثبیت شوي چې بشپړ او مستند راپور به یې د لازم تصمیم نیولو لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت له محترم مقام سره شریک شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د جوړېدونکو ودانیو له چارو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د یوولسمې ناحیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۶:۱۴
Background image

د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک اصلاحي تفصیلي پلان د تطبیق لپاره رسماً وسپارل شو

۱۴۴۸/۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي پارک لپاره جوړ شوی اصلاحي تفصیلي پلان، د یوه رسمي مراسمو په ترڅ کې د تطبیق په موخه د صنعتکارانو ټولنې ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۲۴
Background image

د کابل ښار د پنځم مکروریان د «B4» بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۴۴۸/۳/۱۹

د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د سولې استوګنیزې پروژې، چې د پنځم مکروریان په نوم هم پېژندل کېږي، د «B4» بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ریاسة. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت