د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټیم فاریاب ولایت ته سفر وکړ

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۱۰
فاریاب

۱۴۴۶/۰۶/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ټیم ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي او مسلکي ټیم یې د ښاري تخلفاتو د په نښه کولو او مخنیوي په موخه فاریاب ولایت ته سفر وکړ.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، یاد ټیم په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو له محترم رئیس مولوي خال میرزا ذوالفقار سره لیدلي او د یادو موضوعاتو په تړاو یې سره خبرې اترې کړې دي.

نوموړی وایي، تخنیکي ټیم د یاد ریاست د ښاري سرغړونو ولایتي مدیریت او د ولسوالیو پراختیایي پلانونو د څارنې عمومي مدیریت تر سره شوې چارې هم و ارزولې.

نوموړی زیاتوي، فاریاب ولایت کې د ښاري تخلفاتو پېژندلو او مخنیوي په موخه تر یو بریده عامه پوهاوی هم وشو او په تړاو یې مسؤلو کسانو ته پریزنټېشن هم وړاندې شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت ولایت په ولایت د ښاري تخلفاتو پېژندو او مخنیوي په موخه هڅې پیل کړي او په کافي کچه یې اغېز هم کړې ده

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت