د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د قبالو برخې له مسؤلینو سره وکتل
په دغه لیدنه کې د یادې ادارې د فعالیت او څرنګوالي په اړه بحث وشو.
لومړی د قبالو برخې مسؤلینو د خپلې ادارې د تشکیلاتي کمښت، دفترونو، بودیجې کمښت او نورو امکاناتو د برابرولو په اړه خبرې وکړې چې له امله یې د دوی چارې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.
د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني د قبالو پرمختللی سیستم مهم یاد کړ او د چارو په لا پرمختګ او چټکتیا یې ټینګار وکړ.
وزیر وویل، د یاد سیستم له مخې، خلکو ته د قبالو د وېش بهیر چتک، اسان او په کم وخت کې ترسره کېږي چې د درغلۍ مخنیوی هم په کې کېږي.
د قبالو د وېش دغه بهیر سره پروسانه لنډه او ساده کېږي چې د کاغذپرانۍ مخنیوی کوي.
ښاغلي نعماني د قبالو د وېش مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د هرات سربېره په نورو ولایتونو کې هم ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.