د پنځو لويو ښارونو ستراتيژيکې پراختيا چهارچوب په پرانسیب کې تائيد شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۸:۵۸
کابل

د جلالتماب جمهور رئيس محمد اشرف غني په رياست د اوبو، ځمکو او ښاري پراختيا په عالي شورا کې د لويو ښارونو (هرات، جلال‌اباد، کندهار، مزارشريف او خوست) ستراتيژيک پراختيا چهارچوب له ډيرو بحثونو او مشورو وروسته  په پرنسیب کې تائيد شو. له دې سره هم‌مهاله ښار جوړولو او ځمکو وزارت او سيمه‌ييزو ارګانونو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې د پلي کولو لپاره يې د ټولنې له اړتيا سره سم لاس په کار شي.

د يادو پنځو ښارونو ستراتيژيک انکشاف چهارچوب له ساساکي شرکت سره په نږدې همغږۍ ترتيب شوی او په دې طرحه کې د ښارونو د پراختيا، تاریخي، استوګنيز، سوداګريز، تحصيلي او د پانګونې او اقتصادي ځايونه مشخص شوي دي.

جلالتماب جمهور رئيس د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او ساساکي شرکت د هلو ځلو د ستاينې تر څنګ، لارښوونه وکړه چې ياده طرحه بايد د ورکشاپونو او کنفرانسونو له لارې له خلکو او پوهنتونونو سره شریکه شي، څو له دې لارې د ستراتيژيک انکشاف چهارچوب په يو ملي بحث بدل شي.

جلالتماب جمهور رئيس په ورته وخت کې ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د شلو ورځو په اوږدو کې له واليانو، ښاروالانو او سکتوري ادارو سره اړينه همغږي رامنځ‌ته کړي او د هغوی نظريات هم په ياده طرحه کې ورګډ کړي، څو له دقيقې څېړنې وروسته يې پايلې د جمهوري رياست له عالي مقام سره په يوه جلسه کې شريکې شي.

 

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د فاریاب ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات له ودانیزو چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۱

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي او نظارتي انجنیرانو له لوري، د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه ترسره شوه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د مناسبې استوګنې پروژې د رامنځته کولو په پار میدان‌ ښار کې جامع مطالعات بشپړ شول

۱۴۴۷/۱۱/۱

د منظمې ښاري پراختیا او د استوګنې د مخ پر ودې اړتیا پوره کولو په موخه، د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ‌ښار په یوه مهمه ساحه کې، چې ۵۸.۶۸ جریبه مساحت لري، هر اړخیز تخنیکي،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

د پنجشیر پوهنتون اړوند د ځمکې د سروې او جي ای ایس ځانګړتیاوو راټولولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د پنجشېر ولایت د پوهنتون اړوند د ځمکې څخه د سروې او جي ای ایس نقطو او ځانګړتیاوو د راټولولو چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت