د پنځم مکروریانو پروژې ستونزې او مشکلات وارزول شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۴ - ۱۲:۱۵
kjghfjmhg

۱۴۴۳/۰۹/۲۳

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د پنځم مکروریانو له یو شمېر مراجعینو سره وکتل او د پنځم مکروریانو د ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.

لومړی راغلو کسانو په پنځم مکروریانو کې دوی ته ورپېښو شويو  ستونزو په اړه بشپړې خبرې وکړې چې د تېر حکومت په مهال یې په پنځم مکروریانو کې د اپارتمانونو ترلاسه کولو په موخه یو یا دوه قسطونه ورکړي او تر اوسه یې اپارتمانونه، نه دي ترلاسه کړي.

دوی د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني وغوښتل چې د هغوی د ستونزو د حل برخه کې ورسره همکاري وکړي او شته ستونزو ته حل لارې پیدا کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني یادونه وکړه چې بدبختانه ډیری هغه پروژې چې د تېر حکومت په مهال رامنځته شوي له ستونزو او ننګونو ډکې دي چې خپله دی او د وزارت نور اړوند کسانو هڅې پیل کړي چې څنګه کېدای شي شته ستونزو ته مناسبې حل لارې پیدا کړي.

ښاغلي مولوي حمد الله نعماني زیاته کړه چې د پنځم مکروریانو پروژې په تړون کې د طرفینو صلاحیتونه او مسؤلیتونه معلوم دي او وزارت ژمن دی چې خپل مسؤلیت په مسؤلانه توګه سرته ورسوي.

نوموړي یادونه وکړه چې یوه ګډه کمېټه به جوړه کړي چې یاده پروژه په حقوقي، تخنیکي، مالي او په ټوله کې هر اړخیزه توګه وڅېړي او مناسبې حل لارې پیدا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت