د پنجشېر د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۳/۱۰
د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخیکي ټيم، د پيښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د پروژې د ودانیزو چارو څارنه وکړه.
یاده څارنه د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د وړاندیز او د ولایت مقام د هدایت پر بنسټ ترسره شوه، څو د پروژې ساختماني چارې د ټاکلو معیارونو او تخنیکي اصولو سره سمې پر مخ ولاړې شي.
د څارنې پر مهال د اداري ودانۍ د ساحې د کیندنې او هوارولو روان کارونه له نږدې وکتل شول او د چارو د لا ښه والي، کیفیت او معیاري پلي کېدو په موخه د پروژې اړوندو مسئولینو ته لازمې تخنیکي لارښوونې وشوې.
