د پراختیایي پروژو او برنامو ستونزې واورېدل شوې او په اړه یې ارزونه کېږي

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۰ - ۱۴:۴۶
sdrtg

۱۴۴۳/۰۹/۰۸

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمد الله نعماني د یاد وزارت اړوندو پراختیایي پروژو او برنامو له مسؤلینو سره وکتل او د پروژو اړوند ستونزې او ننګونې یې وارزولې.

لومړی د وزارت اړوندو پروژو مسؤلینو د خپلو فعالیتونو او ستونزو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او دغه راز یې د هغه نیمګړو پروژو د کار دوام په اړه د لارښوونې غوښتنه وکړه چې په تېر حکومت کې پیل شوې وې او د بېلا بېلو دلایلو له امله په ټپه ولاړې دي.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني هر اړخیزې خبرې وکړې او د شته ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

نوموړي اړوند مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د ټولو پروژو په اړه بشپړه او هر اړخیزه ارزونه وکړي او د وزارت امکاناتو ته په کتو یې حل لارې پیدا کړي.

ښاغلي نعماني زیاته کړه چې نباید عام خلک زینمن شي او نه پراختیایي پروژې بې برخلیکه پاتې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۵۲
Background image

د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان منظور شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د کابل ولایت د بتخاک سیمې اړوند د تمیم انصار (رض) صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک او منظور شو.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک مهم زیربنایي پلانونه منظور شول

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني له لوري د بغلان ولایت د قتیبه ابن سعید بغلاني (رح) صنعتي پارک اړوند یو شمېر مهم او اساسي زیربنایي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د امام شقیق بلخي صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۴/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، د بلخ ولایت د حیرتان په دوه ‌لارې کې د «امام شقیق بلخي» صنعتي پارک تفصیلي پلان لاسلیک کړ.

یاد صنعتي. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت