د پانګونې او پراختیا پر لور یو بل ګام

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۲:۵۲
picture

۱۴۴۵/۰۶/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې له محترم پانګوال غلام صدیق وحیدیار سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د کور او ښار جوړولو وزارت په اډانه کې د پانګونې او پراختیا په تړاو بحث وشو.

ښاغلي پانګوال غلام صدیق وحیدیار وویل، غواړي د کابل نوي ښار په داخل کې د یو ستر روغتیایي کمپلیکس جوړولو په موخه پانګونه وکړي، چې خدماتي، روزنیز او هستوګنیزه ساحه به په کې شاملې وي او په وینا یې ورسره به ګڼ شمېر کسانو ته د کار او خدمت کولو زمینه برابره شي.

نوموړي د دغې چارې ترسره کولو په موخه د کابل په نوي ښار کې د (۴۵) جریبه ځمکې ترلاسه کولو غوښتنه وکړه.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني، په افغانستان کې د پانګونې په موخه له ښاغلي وحیدیار مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د یادې چارې ترسره کولو په موخه به ورسره هراړخیزه همکاري وکړي.

ښاغلي نعماني وویل، لومړی دې یو پروپوزل چمتو کړل شي، له عامې روغتیا محترم وزارت سره دې شریک کړل شي، چې د هغوی له رضایت وروسته به یې د عملي چارو پیلولو په موخه اقدامات وشي.

نوموړي، له پانګوال وحیدیار غوښتنه وکړه، تر څو ساحه له نږدې وګوري، چې بیا به د پاتې چارو پرمختګ په موخه بله ناسته کې خبرې وکړي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۸
Background image

په هرات کې د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

په اسعد‌ اباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي،  د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د اسعد‌آباد ښار د چنار ډبې په سیمه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ننګرهار پوهنتون د لیلې د شپږو استوګنیزو بلاکونو له رغنیزو چارو. . .

BACK TO NEWS