د هېواد په کچه د ولسوالیو د جغرافيايي سرحدونو د ټاکلو او د نقشو د یووالي لپاره ناسته وشوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۶:۶
معینیت مسکن

۱۴۴۶/۲/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانيزو چارو او د برنامو د پراختیا محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز په مشرۍ د ولسوالیو د جغرافيايي سرحدونو د ټاکلو او د نقشو د یووالي په موخه ناسته وشوه.

یاده ناسته د ا.ا.ا د محترمې کابینې د ۸/۱۲/۱۴۴۵ نیټې د ۱۹ پریکړې د لومړي بند د حکم پر بنسټ ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د کورنیو چارو محترم وزارت، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ محترم وزارت، د بهرنیو چارو محترم وزارت، د احصایې او معلوماتو محترم ملي ادارې، د قومونو، قبایلو او سرحدونو محترم وزارت، د کلیو بیا رغونې او پراختیا محترم وزارت، د ښاروالۍ د چارو د انسجام محترم ریاست او د استخباراتو محترم عمومي ریاست استازو برخه اخیستې وه.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د کمیټې غړو د هېواد په کچه ولسوالیو د جغرافیایي حدودو د ټاکلو او د هغو د نقشې د یووالي په اړه خپل نظرونه او دلایل وړاندې کړل.

په پایله کې، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مرستیال الحاج محمد اسماعیل فائز د کمیټې د غړو د نظرونو له اورېدو وروسته د کورنیو چارو محترم وزارت، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت، د احصایې او معلوماتو محترم ملي ادارې، د قومونو، قبایلو او د سرحدونو محترم وزارت استازو ته لارښوونه وکړه، چې د کمیټې د نورو غړو په همکارۍ د یادې چارې ترسره کولو په موخه یوه هر اړخیزه کړنلاره ترتیب او په راتلونکي ناسته کې دې یې وړاندې کړي، چې په اړه یې لازم تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت