د هلمند ولایت په یتیمانو ښارګوټي کې د روانې پروژې له ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۱۰/۱۰
د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د یتیمانو ښارګوټي د پروژې له روانو ساختماني چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار د محترم عمومي ریاست په لارښوونه ترسره شوې ده.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې دا مهال د پروژې په بېلابېلو برخو کې د ساختمانونو د پایو قالب تړلو، پلسترکاري، خشت کاري، د ساختماني عناصرو قالب تړل او د احاطوي دیوال بلاک کاري چارې په منظم او موازي ډول روانې دي.
د ارزونې پر بنسټ، د وزارت تخنیکي ټیم د پروژې د کیفیت د لا ښه والي په موخه ساحوي انجنیر ته لازم تخنیکي هدایتونه ثبت کړل، چې پکې د پلسترکارۍ مناسبې اوبه ورکول، د پایو په سیخ تړلو کې د انجنیري اصولو مراعات، د حرارت پر وړاندې د تدابیرو نیول، د موادو معیاري مخلوط، د نقشو مطابق د چارو تطبیق او د کارګرو د خوندیتوب تأمین شامل دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي، چې ټولې ساختماني چارې باید د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو او منظور شوو نقشو مطابق پر مخ یووړل شي، څو د پروژو کیفیت، دوام او اغېزمنتیا تضمین شي.
