د هرات د تاریخي ابداتو د ارزونې تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۷
herat

۱۴۴۷/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د تاریخي ابداتو د ساتنې ریاست محترم رئیس انجنیر محمود جان دوست وایي، د هرات ولایت د کور او ښارجوړولو ریاست د تاریخي ابداتو د ساتنې د تخنیکي ټيم لخوا د تاریخي ودانیو د وضعیت د ارزونې په موخه د شهزاده عبدالله او شهزاده قاسم له قبرونو څخه، چې د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې موقعیت لري، تخنیکي لیدنه وکړه.

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وویل، د ارزونې پایلو وښودله چې دواړه تاریخي آبدات په وروستیو کلونو کې د آغا خان فرهنګي بنسټ له خوا ترمیم او جوړ شويدي چې دمګړۍ یې ساختماني وضعیت د قناعت وړ دی، چې  د دواړو ودانیو بامونه عایق ‌کاري او خښ فرش شوي، او د داخلي جوړښتونو په برخه کې هېڅ ډول تخنیکي ستونزې نه دي لیدل شوي.

د یادولو وړ ده چې یاد تخنیکي ارزښتناک میراث د هرات د تاریخي هویت مهمه برخه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت