د نیمګړو پروژو د برخلیک ټاکلو په اړه ناسته وشوه
۱۴۴۷/۰۴/۱۳
د کور او ښار جوړولو وزارت د تداکراتو ریاست محترم رئیس مولوي فیض الله فیضان وایي، د بېلا بېلو وزارتونو او امارتي ادارو د نیمګړو پروژو د برخلیک ټاکلو او د چارو بیا پیلولو په موخه یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم عملي کېدا په پار ناسته وکړه.
ښاغلی مولوي فیضان وایي، ناسته د چارو ادارې عمومي ریاست په همغږۍ سره د احکامو او فرامینو د تعقیب او نظارت محترم لوی ریاست، د ماليې محترم وزارت او د کور او ښار جوړولو وزارت د ګډ تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوه.
نوموړی وایي، په دغه ناسته کې، د (۷۲۸) پروژو په تړاو خبرې وشوې، چې د بېلا بېلو وزارتونو او امارتي ادارو اړوند وې او چارې یې په نیمګړي حالت کې پاتې دي.
د معلوماتو له مخې، په دغه پروژو کې د یو شمېر پروژو یې ودانیزې چارې تر ۷۵ سلنه مخکې تللي او ځینې تر دې ښکته او پورته دي، چې په تړاو به یې هر اړخیزې څېړنې وشي او برخلیک به یې معلوم شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي، چې یادو پروژو ته د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې پر اساس د کیفیت، شفافیت او د چارو پرمختګ په برخو کې هر اړخیز ګامونه پورته شي او اغېزمنې پایلې ترلاسه شي.
