د نوي کابل ښار د ام ـ اې ۰۵  سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۱
کابل جدید

۱۴۴۸/۴/۲۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تر مدیریت او تخنیکي څارنې لاندې، د نوي کابل ښار په محدوده کې د ام ـ اې ۰۵ سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي.

یاد سړک ۴۳ متره پلنوالی او ۲۲۹۱ متره اوږدوالی لري، چې د پروژې د عملي چارو په لړ کې تر اوسه د سړک د ۸۰۰ مترو په اوږدوالي د ځمکې د کیندنې چارې ترسره شوې دي.

د پروژې د عملي چارو د پرمختګ ترڅنګ، د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست تخنیکي معاونیت او اجرائیوي مسؤلین د سړک د جوړولو بهیر له نږدې څاري، څو چارې د منظور شوي پلان له مخې په چټکۍ پرمخ ولاړې او ټول ساختماني فعالیتونه د ټاکل شوو تخنیکي معیارونو سره سم ترسره شي.

د ام ـ اې ۰۵  سړک جوړېدل د نوي کابل ښار د بنسټیزې ترانسپورتي شبکې د پراختیا له مهمو پروژو څخه دي، چې په بشپړېدو سره به د ښار په اوسنیو او راتلونکو پراختیايي سیمو کې د تګ‌راتګ اسانتیاوې رامنځته او د سیمې ترانسپورتي اتصال لا پیاوړی شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۶
Background image

په ترینکوټ کې د اوبو د ذخیرې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار اړوند د عامې روغتیا ریاست لپاره د اوبو د ذخیرې له جوړولو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۳:۴۴
Background image

په ترینکوټ کې د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو شبکې له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم، د ترینکوټ ښار د مهاجرینو ښارګوټي د اوبو رسولو شبکې د جوړولو له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر له جوړولو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۵/۵

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو تخنیکي ټیم، د فراه برېښنا امریت د اداري تعمیر د اعمار له روانې پروژې څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې د ساختماني چارو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت