د ننګرهار ولایت د قيام الدين خادم د استوګنې سيمې زيربنايي پلانونه منظور شو.

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۳:۴۶
picture

14/02/1444

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم مولوي حمدالله نعماني د ننګرهار پوهنتون د استادانو لپاره د قيام الدين خادم د ښارګوټي د استوګنې سيمو د اوبو رسولو او فاضله اوبو دشبکې د لا ښه والي لپاره پلان منظور کړل.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د دغو پلانونو لاسلیک کول، په هېواد کې د عامه ګټو د پروژو د تطبیق په لاره کې یو پرمختللي ګام وباله او د پراختیايي پروژو په تطبیق او هېوادوالو ته یې د اساسي خدمتونو په وړاندې کولو باندې ټینګار وکړ.

د ننګرهار پوهنتون د استادانو لپاره د قيام الدين خادم د استوګنې ښارګوټي  چې په ۲۵ جريبه ځمکه کې جوړېږي، چې شا او خوا ۵۰۰ د استوګنې نمرې لري.

په دغه ښارګوټي کې جوماتونه، ښوونځي، روغتيايي کلينيکونه، وړکتونونه، تفريحي او سپورتي ځايونه، شنې ساحې، مارکېټونه او نور ضروري ملحقات او اسانتياوې شته چې د اړتيا وړ فعاليتونه ترسره کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

په فراه ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکې د وېش ملي پروسې پنځمه همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

 د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په تالار کې د راستنېدونکو مهاجرینو لپاره د ځمکې د وېش ملي پروسې پنځمه همغږۍ ناسته د یاد ریاست رئیس الحاج مولوي نصرالله استقلال په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

د میدان وردګ ولایت د ترانسپورتي ترمینل له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

د ترانسپورت او ښاري پراختيا په برخه کې د لا شفافيت، اغېزمنتیا او معیار رامنځته کولو په موخه، د صنعتي او اقتصادي زونونو د پراختیا ریاست محترم رئیس الحاج محمد مسعود د هدایت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۹:۲۵
Background image

په کندهار کې د امارتي هوټلونو لپاره ځمکه مشخص شو

۱۴۴۶/۱۲/۲۷

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست د تخنیکي او انجنیري ټیم لخوا د امارتي هوټلونو، رستورانتونو اومیلسمتونونو لپاره په. . .

BACK TO NEWS