د میدان ښار ستراتیژیک پلان له بیا کتنې وروسته تائید شو

۱۴۴۶/۱۱/۲۰
د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په خپل کاري دفتر کې د میدان ښار د محترم ښاروال ملا راز محمد فاروقي، د دې ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالقیوم سیف العمر، د جامع پلانونو د ریاست د محترم رئیس انجنیر رحمت الله قدیري او د اړوندو ادارو له یو شمیر مسؤلینو سره وکتل.
په دې ناسته کې، د میدان ښار د ستراتیژیک پلان په تړاو خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.
په ورته وخت کې، د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني د میدان ښار لپاره اصلاحي ستراتیژیک پلان مهم یاد کړ، هیله وښوده چې د دې پلان په عملي کولو سره به شته ستونزې حل شي.
د یادولو ده، چې د میدان ښار لپاره یاد پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د عالي مقام په هدایت جوړ او تر بیا کتنې وروسته د ټاکل شوې کمیټې لخوا تائید شو.