د میدان وردګ ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د لوړې مسجد د پاتې ودانیزو چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۱۳
د میدان وردګ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د سیداباد ولسوالۍ اړوند د لوړې مسجد د پاتې ودانیزو چارو د پرمختګ په موخه څارنه او نظارت ترسره کړ.
د څارنې پر مهال ولیدل شول چې د مسجد د منار د پلسترکارۍ چارې روانې دي؛ خو د پاتې منارونو پلسترکاري، د ټول مسجد رنګمالي او د برېښنا اړوند چارې لا هم پاتې دي.
د نظارت پر مهال پر قراردادي شرکت ټینګار وشو، چې پاتې ساختماني چارې د منظور شوې نقشې، تخنیکي معیارونو او د څارونکي انجینر د لارښوونو مطابق ترسره کړي، څو چارې د ټاکل شوو معیارونو سره سم بشپړې شي.
