د مزارشریف د مبارکې روضې د مرمت او ترمیم چارې پيل شوې

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۹ - ۷:۳۱
بلخ

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د بلخ والي، د دې ولایت اداري هئيت، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو معین، د دې وزارت رئيسانو او مسولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او د ولایتي شورا استازو پکې ګډون کړی و، د مزارشریف مبارکې روضې دترمیم او مرمت چارې پيل شوې.

په دې مراسمو کې لومړی، د بلخ والي محترم محمد اسحاق رهګذر خبرې وکړې او د تاریخي ابدو ترمیم او مرمت د تاریخي ارزښتنو د ساتنې په برخه کې مهم یاد کړ‌، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت له همکارۍ او د جلالتماب ولسمشر له ځانګرې پاملرنې مننه وکړه او همداراز د دې پروژې په تطبیق کې یې د هر‌‌‌‌‌‌ډول همکارۍ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ.

ورپسې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ساختماني چارو معین محترم سید نسیم خلیق خبرې وکړې او زیاته یې کړه، د خوشحالۍ ځای دی چې د جلالتماب ولسمشر په هدایت یې نن د مزار شریف مبارکې روضې د مرمت او ترمیم چارې پيل کړې.

د ساختماني چارو معین همداراز زیاته کړه چې د مبارکې روضې ترمیم او مرمت، مزار شریف خلکو ته د جلالتماب ولسمشر ژمنه وه چې نن عملي کېږي.

نوموړي د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه، چې جلالتماب ولسمشر په تدارکاتو کمیسیون کې د مبارکې روضې د ترمیم او مرمت په منظورۍ سره، په ټاکلي وخت، په ښه کیفیت د یادې پروژې د تطبیق هدایت ورکړی او ښارجوړولو او ځمکو وزارت د جلالتماب ولسمشر د دې هدایت عملي کېدو ته ژمن دی.

محترم سید نسیم خلیق په پای کې زیاته کړه چې د تاریخي آبدو د مرمت او ترمیم ملي ادارې له لارې د هېواد تاریخ او فرهنګ ودې لپاره بنسټز ګامونه پورته کړي چې د مبارکې روضې ترمیم او مرمت یې ښکاره بېلګه ده.

ورپسې، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي آبدو ترمیم او مرمت ملي ادارې رئیس محترم علي فرهاد بیات د دې پروژې د بېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه د مبارکې روضې په ترمیم کې د احاطې دیوال، دروازو، تشنابونو، د اوبو حوضونو، پلي لارو، د تېږو فرش او د اوبو زیرمې جوړول هغه مهم موارد دي چې په دې پروژه کې به ورته ځانګړی پام وشي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د جلالتماب ولسمشر د هدایت له مخې، د مبارکې روضې د ترمیم او مرمت چارې د 119 میلیونه افغانیو په ارزښت پیل کړي او ژمن دی چې دا تاریخي ابده په اساسي ډول ترمیم او ورغوي.

###

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپنا نشتون ستونزې د حل برخه کې بل مهم اقدام ترسره شو

۱۴۴۷/۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، د خوست ولایت د اړمنو مهاجرو کورنیو د سرپناه نشتون د ستونزې حل برخه کې ستر اقدام ترسره کړ.

محترم وزیر،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۴
Background image

د کابل - بګرام عمومي سړک د نقشې ډیزاین د لا ښه کولو لپاره نظرونه تبادله شول

۱۲/۰۶/۱۴۴۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني په مشرۍ غونډه کې، چې په کې د ټولګټو، ترانسپورت او ملکی هوايي چلند، مخابراتو او معلوماتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۱۳
Background image

په سرپل ولایت کې د ښاري سرغړونو مخنیوی ترسره شو

۱۴۴۷/۰۶/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر اساس، د سرپل ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د لومړۍ ناحیې د ودانیزو چارو د قانوني وضعیت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت