د مراجعینو په چارو کې ځنډ او خنډ د منلو نه دی

۱۴۴۳/۱۰/۱۴
د کندهار ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رییس مولوي عبدالمتین عاشق د دغه ریاست د کار کوونکو سره اداري ناسته وکړه او د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه یې خبرې وکړې.
د یاد ولایت د ښار جوړولو او ځمکو رییس مولوي عبدالمتین عاشق ټینګار وکړ چې باید د یاد ریاست چارې لا ګړندۍ شي، ستونزې یې حل او ملموسې لاسته راوړنې ولري.
په دغه ناسته د کندهار ریاست کار کوونکو د خپلو چارو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو یادونه او د حل برخه کې د اقداماتو غوښتنه وکړه.
په ناسته کې پرېکړه وشوه چې ټول کار کوونکي باید په خپل وخت حاضر او د مراجعینو چارې پر وخت بشپړې کړي.
رییس ټینګار وکړ چې په هېڅ صورت ورته د خلکو د چارو ځنډ د منلو نه دی.