د لښکرګاه ښار د بُست کلا د ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره خط اچونه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۲:۵۳
picture

۱۴۴۵/۷/۱۲

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي سید نېک محمد وایي، د اړوندو ادارو سره یې په ګډه د لښکرګاه ښار د بُست کلا ښوونځي د ودانۍ جوړولو په موخه خط اچونه وکړه.

مولوي سید نېک محمد وایي، په پام کې ده چې یاد ښوونځی د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې د عالي کمیسارۍ په مالي ملاتړ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره جوړ شي.

د معلوماتو له مخې، یاد ښوونځی په دوه پوړونو کې جوړېږي، چې (۱۲) درسي خونې به ولري او په معیاري نقشې سره به یې چارې سرته ورسېږي.

په بُست کلا کې د ښوونې او روزنې اړوند یاد ښوونځی په دوه جریبه ځمکه کې جوړېږي چې دوه پوړه، دولس درسي خونې، چاپېریالي دېوال، زرغونه سیمه، پلې لارې او د برښنا لپاره د سوالر سیستم ورته په پام کې نیول شوي دي.

د یاد ښوونځي رغنیزې چارې به هلمند کې د کور او ښار جوړولو ریاست د مسلکي او تخنیکي ټیم تر دقیق څار لاندې پر مخ وړل کېږي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/profile.php?id=100087195086592

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۸
Background image

په هرات کې د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د زیر کوه ولسوالۍ د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۰:۴۵
Background image

په اسعد‌ اباد ښار کې د ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي،  د ښاري تخلفاتو د مخنیوي انجینري ټیم د اسعد‌آباد ښار د چنار ډبې په سیمه کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۸:۵۴
Background image

د ننګرهار پوهنتون د مرکزي لیلې له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۲۵

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد نبي سعیدي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د ننګرهار پوهنتون د لیلې د شپږو استوګنیزو بلاکونو له رغنیزو چارو. . .

BACK TO NEWS