د لوګر ولایت لپاره ترتیب شوی ماسټر پلان د تائید اخیستلو لپاره وړاندې شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۱:۳۵
لوګر

۱۴۴۷/۰۳/۲۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني حضور ته، د لوګر ولایت لپاره ترتیب شوی ماسټر پلان وړاندې شو.

دغه ماسټر پلان، د  دغه وزارت د ملي جامع پلان ریاست محترم رئیس انجنیر رحمت الله قدیري او مل تخنیکي ټیم له لوري یې د یو پرزنټېشن له لارې وړاندې شو.

د ترتیب شوي پلان د وړاندې کولو پر مهال د ملي جامع پلان ریاست محترم رئیس انجنیر رحمت الله قدیري او نورو  مسئولینو د ماسټر پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، چې په کې د ښاري پراختیا، ښاري چوپړتیاوو، د استوګنې اسانتیاوو او د ښار د اوږدمهاله اړتیاوو په اړه وضاحت ورکړل شو.

محترم وزیر په خپلو څرګندونو کې، د پلان د ارزښت، اهمیت او تطبیق په اړه خبرې وکړې او د لا زیات دقت او د نظرونو د راټولولو خبره یې وکړه.

محترم وزیر وویل، یاد ماسټر پلان به له بشپړ دقت او ټولو اړخونو تر پاملرنې وروسته تائید کړي او د منظورۍ لپاره به یې د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې کړي.

دغه پلان به تر تائیدۍ او منظورۍ وروسته د لوګر ولایت د ښاروالۍ محترم ریاست ته وسپارل شي، چې د تطبیق او منظمې ښاري پراختیا لپاره ترې اغېزمنه ګټه پورته کړي او له مخې به یې ګڼ شمېر سهولتونه رامنځته شي.

ماسټر پلان د ښارونو د منظمې ودې او د راتلونکو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو بنسټیز سند دی، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد د بېلابېلو ولایتونو لپاره د ماسټر پلانونو پر جوړولو او تطبیق کار کوي، څو ښارونه د عصري معیارونو پر بنسټ پرمختګ وکړي او خلکو ته د ژوند غوره چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۸
Background image

د جوزجان ولایت مخابرات ریاست اړوند د ښوونځي د ودانۍ له جوړولو څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د جوزجان ولایت د ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم، د جوزجان ولایت د مخابراتو ریاست اړوند د پمپ ‌خانې په سیمه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۴۵
Background image

په پنچشیر کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو له پروژې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۱

د پنجشېر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري ودانۍ د جوړولو پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یادې اداري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۹
Background image

په نوي کابل ښار کې د اوبو ایستنې او سیلابونو د مدیریت زیربنایي چارې پراخېږي

۱۴۴۸/۴/۱۱

د نوي کابل ښار عمومي ریاست له لوري د ښار د زیربنایي پراختیا په لړ کې، د موسمي ورښتونو او سیلابي اوبو د مدیریت، د اوبو د منظم انتقال او د ښاري تأسیساتو د خوندیتوب په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت