د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۳۲
دولت شاه ولسوالۍ لغمان

 

۱۴۴۷/۰۱/۱۷

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي حسین احمد تېلوي وایي، اړوند فني او مسلکي ټیم یې، په دغه ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له استازو او یو شمېر نورو اړوندو ادارو سره یو ځای، د دولت شاه ولسوالۍ د ګډیالي کلي د روغتیایي کلینیک له ودانیزې پروژې تخنیکي څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي تېلوي وایي، یاد ټیم د ساحې د معاینې پر مهال څرګنده کړه، چې دا مهال د احاطوي دېوال د رنګمالۍ کارونه روان دي، او همداراز د ودانۍ د داخلي او خارجي برخو د رنګمالۍ ترڅنګ، د اوبو رسولو اړوند وسایلو نصب بهیر هم دوام لري.

نوموړی وایي، د څارنې ټیم د ساختماني شرکت مسؤل انجنیر ته جدي سپارښتنه وکړه، چې ټول کارونه باید د منظور شوې نقشې، تخنیکي مشخصاتو (احجامو)، او ساختماني نورمونو مطابق تطبیق شي، تر څو د پروژې کیفیت وساتل شي او دا کلینیک په معیاري ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ډاډ ورکوي، چې د عامه ودانیو د کیفیت، دوام او د خلکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه به ورته څارنیزې لیدنې دوام ولري.

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 اونی 4 ورځې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
د کور او ښار جوړولو وزارت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۰
Background image

په بدخشان کې د یوسوداګریز مارکېټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د بدخشان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي ولي الله الهي وایي، د د ډې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د بهارک ښاروالۍ اړوند د سوداګریز مارکېټ ودانیزې چارې و څارلې.

ښا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۳۷
Background image

په فاریاب ولایت کې د مسجد د اعمار له چارو څخه نظارت وشو

۱۴۴۷/۰۲/۱۳

د فاریاب ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس الحاج مولوي خالمیرزا ذوالفقار وایي، د یاد ریاست له تخنیکي ټیم سره یو ځای، د عامې روغتیا ریاست اړوند د مسجد شریف د اعمار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

ارزګان ولایت کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو

۱۴۴۷/۲/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، د ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم یې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې،. . .

BACK TO NEWS