د فراه ښار د څو سړکونو د ویالو د سنګ ‌کارۍ چارې وڅارل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۳:۵۵
فراه

۱۴۴۷/۰۵/۲۸

د فراه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نصرالله استقلال وایي، چې د یاد ریاست تخنیکي ټیم د فراه ښار په پنځمې او شپږمې ناحیې کې د ګڼو سړکونو د ویالو د سنګ ‌کارۍ پر روانو چارو ساحوي څارنه ترسره کړې ده.

ښاغلي مولوي اسستقلال وویل، د تخنیکي ټیم لخوا د نعمان بن ثابت ۱ او ۲، شیخ ابو نصر ۱۶ او ۲۲، نازو انا ۱۸، دشت صوفي ۲۰، هوایي ډګر ۱۷ او ۲۶، عیدګاه ۴ او د احمد شاه باباد  ۱۱ سړک د ویالو د سنګ کارۍ چارې و څارل شوې.

مولوي نصرالله استقلال وویل چې د یادو سړکونو د ویالو سنګ ‌کاري، د اوبو د منظمې تېرېدنې لپاره د معیاري شبکې جوړول، او د سړک د غاړو د ثبات لپاره بنسټیز اهمیت لري. هغه ټینګار وکړ چې ټول کارونه د نقشې، احجامو د براورد، انجنیري معیارونو او تدارکاتي شرطنامې مطابق ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې تخنیکي ټیم د کار ټول پړاوونه له نږدې څاري او د کیفیت د لا ښه کېدو لپاره د مسئول شرکتونو تخنیکي برخو ته لازمې سپارښتنې کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په ټول هېواد کې د ښاري سړکونو، ویالو، او د ښارونو د بنسټیزو شبکو د جوړولو او ترمیمي پروژو څارنه کوي، په ځانګړي ډول په هغو ساحو کې چې د ښار د زیربناوو د پیاوړتیا اړتیا ډېره وي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۴۳
Background image

په غزني ولايت کې د بهسازۍ پلانونو د روانو چارو ارزونه وشوه

۱۴۴۷/۷/۲۸

د غزني ولايت د کور او ښار جوړولو رئيس د بهسازۍ ټيم له روانو فعاليتونو څخه له نږدې ليدنه وکړه او د چارو بهير يې وڅېړه.

نوموړي د کارونو د ښه تنظيم، شفافيت او پر وخت بشپړېدو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت