د فراه ولایتي شورا اداري ودانۍ رغنیزې چارې پای ته ورسېدې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۳ - ۷:۴۳
فراه

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د فراه ولایت په مرکز کې د دې ولایت د ولایتي شورا اداري ودانۍ رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته یې وسپارله.

دا دوه پوړیزه اداري ودانۍ په ۳۳۲.۸۱ متر مربع ځمکه کې د ۱۱ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانیو په ارزښت د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د پراختیايي بودیجې څخه جوړه شوې ده.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ثبات ټینګښت ملي برنامې له لارې د ټولګټو پروژو په عملي کولو د هېواد په کچه سیمه اییزه حکومتولي پیاوړې کړې او همداراز خلکو ته د اساسي خدماتو وړاندې کولو کچه لوړوي.

###

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۲۶
Background image

د سرطاني ناروغانو د طبي کمپلکس د تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د سرطاني ناروغانو لپاره د طبي کمپلکس د جوړېدو په تړاو د تخنیکي کمېټې غونډه د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنامو د پرختیا په معینیت کې ترسره شوه.

یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۵۷
Background image

ډېر ژر به د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب ازموینې په موخه د لابراتوار د جوړولو چارې پیل شي

۱۴۴۷/۱۱/۰۹

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري، د ودانیزو موادو د کیفیت خوندیتوب په موخه د معیاري ارزونې د یو عصري لابراتوار د جوړولو چارې به په لنډو ورځو کې پیل شي.

د یاد لابراتوار. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۱۶
Background image

د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال له جوړولو څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۱/۹

د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د تورغونډۍ بندر د احاطوي دیوال د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

یاده څارنه د یو ګډ هیئت له لوري ترسره شوه، چې پکې د ولایت د محترم. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت