د هرات ولایت د زیرکوه ولسوالۍ د روغتیايي مرکز د ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۵/۲۶
د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د زیرکوه ولسوالۍ د روغتیايي مرکز اړوند د روغتیایي مرکز ودانۍ د جوړولو پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه.
د پروژې په ساحه کې د خښتو اېښودلو او د ودانۍ د بنسټ د خاورې ټینګولو چارې وڅارل شوې.
د څارنې پر مهال اړوند ساختماني شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د خاورې ټینګولو چارې د مناسبو وسایلو په کارولو، د خښتو اېښودلو چارې د ودانیزو معیارونو له مخې او ټول ساختماني فعالیتونه د منظور شویو نقشو او تخنیکي لارښوونو سره سم ترسره کړي.
همدارنګه، د کارکوونکو د خوندیتوب، د کانکریټ د سمې ساتنې او د پروژې د چارو د چټکتیا په اړه لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې. ټینګار وشو چې د پروژې د چارو د چټکتیا ترڅنګ باید د ودانیز کیفیت او تخنیکي معیارونو رعایت ته هم جدي پاملرنه وشي.
