د غزني ولایت په حکیم صاحب سنایي ښاګوټي کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۱۴
غزني

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسیدګي ټیم له لوري د حکیم صاحب سنایي (رح) ښارګوټي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست د هدایت پر بنسټ ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې، معلومه شوه چې یوه برخه خلکو د تفصیلي پلان خلاف د ښارګوټي په یوه برخه کې کار پیل کړی دی، د ټیم لخوا دغه فعالیتونه سمدستي ودرول شول او مالکینو ته لارښوونې ورکړل شوې چې خپل کارونه د ښاري پلان او قوانینو سره سم ترسره کړي.

د ټیم مشاهدات ثبت شوي او ټاکل شوې ده، چې د ارزونې پایلې د تخنیکي راپور په بڼه اړوندو مراجعو ته وړاندې شي، څو د قانوني پرېکړې لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار عمومي ریاست اړوند د تخلفاتو د رسیدګۍ، عامه پوهاوي او نظارت آمریتونو تخنیکي ټیمونو له لوري، د کابل ښار په اوولسمه ناحیه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۱
Background image

د هرات ښار د ماسترپلان د بیاکتنې او ښاري پراختیا په تړاو ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین، شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، په خپل کاري دفتر کې د هرات ولایت له محترم والي شیخ نور احمد اسلام ‌جار سره لیدنه وکړه.

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

د غزني ولایت په حکیم صاحب سنایي ښاګوټي کې د ښاري تخلفاتو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۰/۱۴

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د رسیدګي ټیم له لوري د حکیم صاحب سنایي (رح) ښارګوټي څارنه ترسره شوه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

5 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت