د غزني ولایت د تخنیکي پوهنتون د مسجد شریف د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۵۱
غزني

۱۴۴۷/۱۲/۲۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د غزني تخنیکي پوهنتون اړوند د مسجد شریف د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د مسجد شریف د بنسټیزو پایو د سیخ بندۍ چارې روانې وې، چې د تخنیکي ټیم له لوري یې د کار کیفیت، د انجینري معیارونو رعایت او د پروژې د تطبیق بهیر وارزول شو.

همدارنګه قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي سپارښتنې وشوې او ټینګار پرې وشو چې ټولې ودانیزې چارې د منظور شویو نقشو، تخنیکي مشخصاتو او انجینري اصولو له مخې په معیاري ډول ترسره کړي.

د کور او ښار جوړولو ریاست د پروژو د کیفیت د تضمین او معیاري تطبیق په موخه د دوامداره څارنې پر اهمیت ټینګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۶:۲۴
Background image

د کابل ښار د پنځم مکروریان د «B4» بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۱۴۴۸/۳/۱۹

د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د سولې استوګنیزې پروژې، چې د پنځم مکروریان په نوم هم پېژندل کېږي، د «B4» بلاک د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسم ترسره شول.

په دغو مراسمو کې د ریاسة. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۶
Background image

د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د بېلابېلو ساختماني پروژو له چارو څخه څارنه وکړه

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د اوو ساختماني پروژو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۴۷
Background image

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د ساختماني چارو د څارنې پر مهال د یو شمېر ودانیو کارونه ودرول شول

۱۴۴۸/۳/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کاري پلان له مخې، د کابل ښار د پنځمې ناحیې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت