د غزني ولایت د ارزاقو عمومی مدیریت د امارتي تجارتي مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۱۳:۳۰
غرنی

 ۱۴۴۷/۰۴/۱۶

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم یي د ارزاقو عمومی مدیریت اړوند د امارتي تجارتي مارکیټ د کارونو له جریان څخه کتنه وکړه، یاده پروژه د خصوصي سکتور له لوري په ټولیز ډول د ۷۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړیږي او پنځه جاینټونه لري.

ښاغلي مولوي متقي وویل، د څلورو برخو د تهداب کانکریټ اچونې چارې بشپړې شوې دي، د پنځمې برخې د سیم تاوي کارونه پای ته رسېدلي او د کانکریټ اچونې چارې یې لا پاتې دي.

همدارنګه، د لومړۍ او دوهمې برخې د رینګ سیم تاوي کارونه روان دي. د تخنیکي ټیم له خوا قراردادي شرکت ته د سیم تاوي د چارو په برخه کې د نقشې مطابق لازمې لارښوونې وشوې ترڅو کارونه په تخنیکي معیارونو برابر دوام ومومي.

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښار د ودانیزو چارو د سمون، پرمختګ او معیاريتوب لپاره په دوامداره توګه د بېلابېلو پروژو له تطبیق څخه څارنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت