د عصري ښاري پراختیا پر لور بل مهم ګام؛ د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ تفصیلي پلان منظور شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۶:۰
خوست

۱۴۴۷/۱۲/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر، الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له لوري د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند تفصیلي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته منظور شو.

یاد تفصیلي پلان، چې په ۱۶۹ جریبه ځمکه کې ډیزاین شوی دی، د سیمې د منظمې ښاري پراختیا او د عامه خدماتو د ښه‌والي په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي.

دغه تفصیلي پلان د ښاري اصولو، معیاري انجینري معیارونو او د راتلونکو اړتیاوو له ارزونې وروسته ترتیب شوی، چې په کې د استوګنیزو، تجارتي، اداري او عامه خدماتو ساحې په منظم ډول ډیزاین شوې دي.

په یاد پلان کې د داخلي سړکونو معیاري شبکه، شنې ساحې، پارکونه، ښوونځي، جوماتونه، روغتیايي مرکزونه، د اوبو رسولو او فاضله اوبو ابتدایي سیستمونه، د برېښنا شبکې مسیرونه او د عامه تأسیساتو لپاره ځانګړې ساحې په پام کې نیول شوې دي.

د یاد تفصیلي پلان په عملي کېدو سره به د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي، د خدماتو وړاندې کول به معیاري شي او سیمه به د منظم او عصري ښارګوټي بڼه خپله کړي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د معیاري تفصیلي پلانونو ترتیب او تطبیق د دوامدارې ښاري پراختیا، اقتصادي ودې او د خلکو د هوسا ژوند لپاره اساسي اړتیا بلل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت