د زابل ولایت په نوبهار ولسوالی کې د استنادي دیوال د پروژې څارنه ترسره شوه
۱۴۴۷/۷/۶
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د نوبهار ولسوالی د قادرخیلو ګبیون استنادي دیوال پروژې د ساحوي کارونو څارنه ترسره شوه. د څارنې پر مهال د پروژې چارې د منظور شوو نقشو، احجامو او کاري پلان مطابق و ارزول شوې.
قراردادي شرکت ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې څو د پروژې ټول کارونه د تخنیکي معیارونو سره سم پر مخ یوسي او د پروژې د کیفیت تضمین یقیني کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په ټولو ولایتونو کې د زیربنایي پروژو د څارنې او کیفیت د تضمین لپاره دوامداره څارنه عملي کوي، څو ټولې پروژې د منظور شوو نقشو، معیارونو او تخنیکي اصولو مطابق بشپړې شي.
