د راستنېدونکو مهاجرو د مېشتېدنې بهیر کې نوی پرمختګ؛ له ۴۷ زره څخه زیاتو کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۴۸
مهاجرین

۱۴۴۸/۱/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې سه ‌شنبې په ورځ د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۱۰۲ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشلې.

د راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې او مناسبې سرپناه د برابرولو په موخه، دا ځل په ننګرهار، فراه، هلمند، نیمروز، سمنګان او بلخ ولایتونو کې سلګونه کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نومرو برخمنې شوې.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په ننګرهار ولایت کې ۴۰۱، فراه ولایت کې ۲۳۵، سمنګان ولایت کې ۲۷۰، بلخ ولایت کې ۱۰۲، هلمند ولایت کې ۶۰ او په نیمروز ولایت کې ۳۴ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

د یادونې وړ ده چې یوازې د تیرې سه ‌شنبې ورځې په جریان کې د استوګنیزو ځمکو د نومرو له وېش څخه ۱۱۰۲ کورنۍ برخمنې شوې، چې ورسره په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۴۷ زره او ۸۹ کورنیو ته رسېدلی دی.

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې، سرپناه برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د استوګنیزو ځمکو د وېش بهیر په منظم او چټک ډول دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کور او ښار جوړولو انسټیټیوټ کې د پروژو مدیریت تر سرلیک لاندې نهه ورځنی روزنیز سمینار پیل شو

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند انسټیټیوټ د دې وزارت د تخنیکي کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د پروژو د مدیریت په برخه کې د هغوی د پوهې او مهارتونو د پیاوړتیا په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله‌پشتې د سړک غاړې شنه ساحه له ناقانونه نیولو څخه خلاصه شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د کلوله ‌پشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۲:۴۹
Background image

د کابل ښار د سره میاشت ښارګوټي کې له ښاري پلان سره د مخالفو ودانیزو فعالیتونو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول،کیفیت او د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د سره میاشت. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت