د راتلونکي مالي کال لپاره د وزارت پر اړتیاوو او وړاندیزونو خبرې وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۴:۵۵
معینیت مالی

۱۴۴۷/۶/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، په خپل کاري دفتر کې د یو شمېر اړوندو ریاستونو سره د راتلونکي مالي کار پر اړتیاوو او وړاندیزونو خبرې وکړې.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال وویل، هر ریاست دې د تېرو کلونو اشتباهات درک کړي او د راتلونکي لپاره دې یې تابیا ونیسي.

محترم محمد ارسلاح خروټي وویل، له ټولو هغه مواردو او اشتباهاتو دې ډډه وشي، چې په تدارکاتي او مالي برخو کې د خنډ او ځنډ لامل ګرځي.

نوموړي وویل، د بیت المال له ضایع کېدو دې مخنیوی وشي او هر ریاست دې د راتلونکي مالي کال لپاره خپلې اړتیاوې په دقیقه توګه په ګوته کړي او وړاندیز دې یې کړي.

هغه وویل، په راتلونکي کې دې په تدارکاتي پروسو کې د معادل جنس کلمه نه کارول کېږي او د معادل جنس له اخیستلو دې هم ډډه وشي.

ښاغلي مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي وویل، کله چې په قرارداد کې د معادل جنس کلمه وکارول شي، تر ډېره فساد، د وخت ضیاع او د بې کیفیته جنس راوړلو ته زمینه برابرېږي.

په غونډه کې، مالي ریاست هم د نوي مالي کال لپاره د بودیجې او د مصرف څرنګوالي په تړاو معلومات وړاندې کړل او د کره ارزونې غوښتنه یې وکړه.

موخه دا ده، چې څنګه کېدای شي بیت المال خوندي، اصل جنس ترلاسه او وخت کم مصرف شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په کابل کې د پسته خانې د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، د وزارت د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق تخنیکي ټیم د کابل ښار په لومړي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په سوزمه قلعه کې بې ‌نقشې ودانیزې چارې ودرول شوې

۱۴۴۷/۰۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ د سرپل ولایت سوزمه قلعه ولسوالۍ ته د څارنې لپاره ورغلی او د ښار د پلان شوې ساحې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۳:۷
Background image

د الشفا روغتون د موټرو د تمځای ودانیزې چارې و څارل شوې

۱۴۴۷/۶/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست د لارښوونې په اساس، د بنسټیزو پروژو د نظارت ریاست تخنیکي ټیم د ودانیزو او بنسټیزو پروژو د څارنې او تطبیق د ریاست. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ میاشت 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت