د حضرت حکیم سنایي او سلطان محمود کبیر ښارګوټو د ستونزو پر حل خبرې وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۷ - ۱۲:۵۸
ghazni

۱۴۴۶/۰۱/۰۱

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي په خپل کاري دفتر کې د (حضرت حکیم سنایي) او (سلطان محمود کبیر) خصوصي ښارګوټو له مالکینو سره وکتل.

دواړو لوریو په یادو ښارګوټو کې د شته ستونزو پر حل خبرې وکړې، چې څنګه کېدای شي د ښارګوټو پاتې چارې پیل شي.

ناسته کې چې د انجنیرۍ عمومي مدیریت او د تخنیکي ښار پلانونو عمومي مدیریت استازو هم ګډون درلود، په یادو ښارګوټو کې شته ستونزې په ګوته، د حل پر لارو چارو او د معیاري ښارګوټو په رامنځته کولو خبرې وشوې.

غزني کې عامو خلکو پر یادو ښارګوتو ادعا کړې چې ګواکې د دوی ځمکې یې په خپل سر نیولي او دوی ته یې بیه یا بدیل نه دی ورکړی.

د معلوماتو له مخې، دمګړۍ د یادو ښارګوټو دوسیه په غزني ولایت کې د عدلیې محترم ریاست ته سپارل شوې، تر څو یې په تړاو پرېکړه وشي او هر لوري ته خپل حق ورسېږي.

غزني کې د کور او ښار جوړولو محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، تر هغې چې عدلي او قضایي ارګانونو د یادو ښارګوتو د حقوقي ستونزو د حل پرېکړه نه وي کړې، د نورو ودانیزو او رغنیزو چارو اجازه نه ورکوي.

ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، د یادو ښارګوټو ستونزې به په بشپړه توګه د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام سره شریکې کړي او د راتلونکو اقداماتو او حل لارو په برخه کې به یې هدایت ترلاسه او عملي کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې کوي چې د هېواد په کچه داسې ښارګوټي رامنځته شي، چې هېڅ نوع ستونزې ونه لري او د پانګوالو او پېرودونکو لپاره ګټور ثابت شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت