د جوزجان ولایت د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۲/۱۸
د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالیو اوبدونکو مارکېټ د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.
د څارنې پر مهال، د یادې پروژې د زرګرانو او صرافانو برخې او د پروژې په سوېل ختیځ لوري کې د سپلونو د کانکرېټ اچونې چارې له نږدې وارزول شوې او د چارو د کیفیت، تخنیکي معیارونو او د پروژې د پرمختګ وضعیت یې وکتل شو.
همدارنګه، د ساختماني شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وشوه، چې د مارکېټ ټولې ودانیزې چارې د منظور شوې نقشې، د کاري حجمونو د اټکل، تدارکاتي شرطپاڼې او منل شویو انجنیري معیارونو سره سم ترسره کړي.
سربېره پر دې، د پروژې د کیفیت د لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه د تخنیکي څارونکي له لوري اړینې سپارښتنې او مسلکي نظریات هم وړاندې شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت د دانیزو پروژو د کیفیت د تضمین، د انجنیرۍ معیارونو د پلي کېدو او د عامه زیربناوو د معیاري بشپړېدو په موخه د خپلو تخنیکي څارنو بهیر په دوامداره توګه تعقیبوي.
