د جمهوریت روغتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۹:۱۷
picture

۱۴۴۵/۱۱/۱۱

له هغې ورځې چې د جمهوریت روغتون د ریفورم او بیارغونې چارې پیل شوې، د کور او ښار جوړولو وزارت یې له چارو څارنه کوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د زونونو د پراختیا محترم مرستیال مولوي روح الله احمدي د یاد روغتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

له دغې څارنې موخه دا ده، ترڅو رغنیزې چارې چټکې، باکیفیته، او له معیارونو سره سمې پر مخ ولاړې شي.

ښاغلی مولوي روح الله احمدي یاد روغتون ته له نږدې ورغلی او هلته یې د شته وضعیت، ستونزو او ننګونې په اړه له مسؤلینو سره خبرې کړې دي.

د جمهوریت روغتون د هېواد په کچه یو له سترو روغتونونو څخه دی، چې د ریفورم او بیارغونې چارې یې د عامې روغتیا وزارت له لوري د ملي پراختیا شرکت ته وسپارل شوې او د کور او ښار جوړولو وزارت یې له چارو څارنه او پالنه کوي.

تمه ده چې د جمهوریت روغتون به په اساسي بڼه و رغول شي، تر څو د هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د ناروغانو ستونزه په کور دننه حل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت