د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحیه کې د ښاري اصولو خلاف فعالیتونه تثبیت شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۴:۲۶
جلال اباد ښار لومړۍ ناحیه

۱۴۴۷/۱۲/۰۶

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم، د دوامدارو نظارتي پروګرامونو په لړ کې د جلال‌اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند د شیرزي لوبغالي ترڅنګ له هغې ساحې څخه تخنیکي او ساحوي لیدنه ترسره کړه، چې د ښار د ماسټر پلان له مخې د شنې ساحې په توګه تثبیت شوې ده.

د ساحوي څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې یاده شنه ساحه د یوه شخص له لوري په قرارداد نیول شوې او په ساحه کې د موټرو هډې فعالیتونه او ځینې ساختماني چارې روانې دي، چې دا فعالیتونه د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو او د شنو ساحو د ساتنې له اصولو سره په ټکر کې ګڼل کېږي.

د معلوماتو له مخې، د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم له لوري یاده موضوع په ابتدایي ډول تثبیت او ثبت شوې او ټاکل شوې ده، چې په دې اړه د ننګرهار ولایت مقام او د ننګرهار ښاروالۍ ته رسمي معلومات وړاندې شي، څو د یادو غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي، د شنې ساحې د حفاظت او د ماسټر پلان د تطبیق په موخه لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د شنو ساحو ساتنه د ښاري نظم، چاپېریالي توازن، د ښار ښکلا او سالم ښاري ژوند لپاره حیاتي ارزښت لري او د دغو ساحو هر ډول غیرقانوني استفاده د ښاري اصولو او مقرراتو خلاف عمل ګڼل کېږي.

د دغو څارنو اساسي موخه د ښار د ماسټر پلان تطبیق، د شنو ساحو ساتنه، د غیرقانوني ساختماني او تجارتي فعالیتونو مخنیوی، د ښاري نظم تأمین او د سالم ښاري مدیریت پیاوړتیا یاد شوې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

د جوزجان په مخابرات ریاست کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو چارې تخنیکي وڅارل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د مخابراتو ریاست د پمپ ‌خانې په ساحه کې د ښوونځي د ودانۍ د جوړولو له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د نظارت پر مهال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۲:۱۱
Background image

د شهید منصور ښارګوټي  د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو ستونزې وڅېړل شوې

۱۴۴۸/۵/۹

د ننګرهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست په مشرۍ ګډ کمېسیون د بهسودو ولسوالۍ اړوند د شهید منصور ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د پاکو اوبو او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ستونزې یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

په ارزګان کې په استوګنیزه نمره کې د دوکانونو جوړولو مخه ونیول شوه

۱۴۴۸/۵/۹

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د ښاري پلانونو د تطبیق د څارنې په موخه د ښار په لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو کې د ساختماني. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

11 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت