د تخار او هلمند ولایتونو کې د ښارګوټو لپاره پلانونه منظور شول

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۹
تخار او هلمند

۱۴۴۶/۰۹/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅې پیل کړي چې په ټولو ولایتونو کې د مسکن کمښت ستونزې ته رسېدنه وشي او هېوادوالو ته د مناسبې سرپناه جوړولو زمینه برابره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د یو خصوصي استوګنیز ښارګوټي تفصیلي پلان منظور کړ.

دغه پلان د (640) جریبه ځمکې لپاره جوړ شوی چې، تر ویزه کېدو وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

په ورته وخت کې محترم نعماني د تخار ولایت سپین زر استوګنیزې مجتمع تفصیلي پلان منظور کړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت تمه لري چې، د منظمو پلانونو په تطبیق سره به هېواد کې د منظمې ښاري ودې او پراختیا او دغه راز د مناسب مسکن جوړولو لپاره زمینه برابره شي.

دغه چاره به پانګوالو ته لاره پرانیزي چې په ډاډه زړه پانګونه وکړي او معیاري مسکن رامنځته کړي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
Background image

په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په پنجشیر کې د افغانستان بانک د ودانیزې پروژې چارې و څارل شوې

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر فهیم نورزاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د افغانستان بانک د امریت په غوښتنه د یاد بانک له ودانیزو چارو څارنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وشوه

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د هرات ولایت د کور او ښا جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټیم د هرات پوهنتون له رغنیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي انجنیر اکبري وویل. . .

BACK TO NEWS