د بهسازۍ پلانونو په تطبیق سره به د غیر رسمي او غیر پلاني سیمو اوسېدونکو په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې پام وړ بدلون رامنځته شي

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۹:۲۳
کابل

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د سکتوري ارګانونو په ځانګړې توګه ښاروالیو سره په ګډه د فاریاب، سرپل، سمنګان او پروان ولایتونو غیر رسمي او غیر پلاني سیمو ته پنځه د بهسازۍ پلانونه ترتیب چې له دا پلانونه په دې وروستیو کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محترم محمود کرزي له خوا د یاد ولایتونو د ښاروالانو او د خلکو د استازو په حضور کې منظور شول.

یاد وزارت د غیر رسمي او غیر پلاني سیمو د ثبت سربېره هڅه کوي ترڅو د بهسازۍ پلانونو په ترتیب او منظورۍ په دې سیمو کې د بهسازۍ او احیاء مجدد پروژو د تطبیق لپاره لاره هواره کړي.

د بهسازۍ پلانونو په تطبیق سره به د رسمي او غیر رسمي سیمو ترمنځ توپیر له منځه لاړ شي، د دې سیمو اوسېدونکو ته یو ډول ښاري خدمتونو وړاندې او په پایله کې دا سیمې به په ښو استوګنیزو سیمو بدل شي.

###

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳
Background image

د کابل – بګرام سړک په مسیر کې د نوري فایبر شبکې د مسیر د ټاکلو په موخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم، د خپلو دوامدارو فعالیتونو په لړ کې، د کابل –. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

د زابل ولایت د شاه ‌جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم د زابل ولایت د شاه‌ جوی ولسوالۍ د بازار د توپوګرافۍ سروې بشپړه کړه.

یاده سروې د سروې او جي‌ای‌اېس ریاست د کاري. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۸:۵۱
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او قانوني اسنادو د ارزونې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي ټیمونو، د خپلو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت