د بغلان پوهنتون د انګړ په داخل کې د ځینو برخو براورد وشو

۱۴۴۵/۱۰/۲۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د بغلان ریاست مسؤلینو د دغه ولایت د پوهنتون د محترم رئیس په غوښتنه د ځینو برخو براورد ترسره کړ.
تمه ده ، چې د بغلان پوهنتون انګړ به له دې وروسته د محصلینو د پام وړ وګرځي.
د بغلان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد داود نقشبندي وايي، د دې ریاست د تخنیکي ټیم له خوا د بغلان پوهنتون د احاطوي دېوال، شنې ساحې، د فرعي سړکونو تثیت او د هوارولو چارو، براورد ترسره شو.
د ښاغلي مولوي نقشبندي په خبره، د بغلان پوهنتون د محترم ریاست په غوښتنه د دې ریاست د انجنیرانو له خوا لومړی د ساحې څخه لیدنه وشوه، وروسته د دې پوهنتون لپاره ابتدایي براورد ترسره، د سړکونو د ځینو برخو د پلان مطابق تثبیت او خط اچونه ترسره کړه.
د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د ادارو په غوښتنه د تعمیرونو او نورو اړتیا وړ ځایونو او کارونو لپاره نقشي جوړوي، براورد کوي او د چارو د کیفیت او معیار خوندیتوب په موخه څار کوي.