د الشفاء روغتون د بیا رغونې پروژې له روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱
الشفاء روغتون

۱۴۴۷/۱۱/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست اړوند د ساختماني او زیربنایي پروژو د تطبیق د څار ریاست تخنیکي ټیم، د کابل ښار اړوند د الشفاء روغتون د بیا رغونې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې په لومړۍ برخه کې د داخلي دېوالونو د ډکولو او رنګمالۍ، د مرکزي ګرمۍ د پایپونو غځولو، د اوبو رسولو او کانالیزاسیون، د طبي پردو ګنډلو او د زینو د سنګکارۍ چارې روانې وې.

همداراز، په دویمه برخه کې د داخلي دېوالونو د پلسترکارۍ، خښتوکارۍ، کاشي‌کارۍ، د برېښنا د مزو غځولو او د اکسیجن پلانت د پایپونو د نصب چارې جریان درلود.

په درېیمه برخه کې د اکسیجن پلانت د مسي پایپونو نصب، د نرس سټېشن اړوند چارې او د اوبو رسولو او کانالیزاسیون فعالیتونه روان وو.

د معلوماتو له مخې، یاده پروژه د عامې روغتیا وزارت له مهمو پروژو څخه ده، چې ساختماني چارې یې د ملي پراختیا شرکت له لوري د قرارداد له مخې پر مخ وړل کېږي.

د تخنیکي څارنې پر مهال قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او تخنیکي لارښوونې وشوې، څو ټولې چارې د تخنیکي اسنادو، ملي او نړیوالو معیارونو او د کاري مصؤنیت اصولو مطابق ترسره شي.

د روغتیايي بنسټونو بیارغونه او معیاري کول د عامه خدمتونو د ښه والي او د ناروغانو لپاره د معیاري روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې مهم رول لري، چې تخنیکي څارنه یې د کیفیت د تضمین اساسي برخه ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۳:۰
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت: اسلامي شریعت، اخلاص او د خلکو خدمت د اداري چارو بنسټ دی

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ ، د دغه وزارت اداري ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د دغه وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۷
Background image

د جوزجان مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانیزو چارو څارنه وشوه

1448/2/1

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست له لوري د مردیان ولسوالۍ د ارنجي کلینیک د ودانۍ د جوړولو له روانو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه.

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۲/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د دوامدارو ساحوي څارنو په لړ کې د کابل ښار د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت