د البیروني پوهنتون د احاطوي دیوال له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۴۶
البیرونی

۱۴۴۶/۱/۲۱

د کاپیسا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر مرتضی صافی وایي، د دې ریاست تخنیکي ټیم د البیروني پوهنتون د احاطوي دیوال له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي صافي وویل، یاد احاطوي دیوال ۳۰۰۰ متره اوږدوالي لري، چې ۳۱۴ جریبه څخه راتاو دی، چې عملي چارې یې څو کاله پخوا شروع شوې وې،  دمګړۍ یې چارې ۹۵ نوي سلنه بشپړې شوې دي.

د صافي په خبره چې په دې احاطوي دیوال کې څلور دوه پوړیزه امنیتي ټاورونه او د دروازې د سر برج شامل دي، چې خشتکارۍ او پلستر کارۍ چارې هم بشپړې شوې دي چې د دې ریاست د انجنیزانو لخوا یې له ودانیزو چارو څارنه وشوه.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې په مسلکي او معیاري ډول سرته و رسیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۱۸
Background image

کابل کې د میرویس ښارګوټي د ساختماني سرغړونو د اسنادو د ارزونې بهیر پیل شو

۱۴۴۸/۴/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کنترول، کیفیت او ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست تختیکي ټيم د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د میرویس ښارګوټي څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۴۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د معیاري سړکونو د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

۱۴۴۸/۴/۱۳

د نوي کابل ښار د پراختیا د منظور شوي پلان له مخې، د ښار په بېلابېلو برخو کې د مهمو سړکونو د جوړولو او پراختیا عملي چارې روانې دي.

 دغه سړکونه د ښار د اوسنیو او راتلونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۳۱
Background image

د جوزجان ولایت د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي تخنیکي، د جوزجان ښاروالۍ اړوند د غالۍ اوبدونکو مارکېټ د جوړولو پروژې له چارو څخه څارنه وکړه.

د څارنې پر مهال د یاد مارکېټ د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

10 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت