د افغانستان د ودانیز صنعت، ساختماني چارو او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون ته د ګډون بلنه!

org_admin
بین المللي نندارتون

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد له ټولو ودانیزو شرکتونو، پانګوالو، تولیدوونکو، سوداګرو، مسلکي بنسټونو او د ودانیز سکتور غړو ته بلنه ورکوي، چې د افغانستان د ودانیز صنعت، ساختماني چارو او بیارغونې په څلورم نړیوال نندارتون کې ګډون وکړي.

دغه نړیوال نندارتون د کورنیو او بهرنیو شرکتونو، سوداګریزو پلاوو، پانګوالو او د ودانیز سکتور د متخصصینو او فعالانو د ګډون په موخه جوړېږي. دا نندارتون د ودانیزو محصولاتو او نوښتونو د معرفي کولو، د پانګونې د فرصتونو د پېژندلو، د سوداګریزو اړیکو او همکاریو د پراختیا او د مسلکي تجربو د تبادلې لپاره یو مهم فرصت دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت له ټولو اړوندو شرکتونو، پانګوالو او د ودانیز سکټور له فعالانو څخه غوښتنه کوي، چې په دغه نندارتون کې په فعال ګډون سره د هېواد د ودانیز صنعت د پیاوړتیا، د پانګونې د فرصتونو د پراختیا او د ساختماني سکټور د پرمختګ په برخه کې خپله ونډه واخلي.

د افغانستان د ودانیز صنعت څلورم نړیوال نندارتون (REBUILD AFG EXPO 2026)

وخت: ل  ۱۴۴۸/۶/۱۳ تر ۱۴۴۸/۶/۱۸پورې

ځای:  د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو مرکز، حضوري چمن ، کابل

د اړیکې شمیرې: 

0706722500 | 0789208500

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۱:۵۲
Background image

د افغانستان د ودانیز صنعت، ساختماني چارو او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون ته د ګډون بلنه!

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد له ټولو ودانیزو شرکتونو، پانګوالو، تولیدوونکو، سوداګرو، مسلکي بنسټونو او د ودانیز سکتور غړو ته بلنه ورکوي، چې د افغانستان د ودانیز صنعت، ساختماني چارو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د (۵۲۱) اپارتمانونو د استرداد په اړه خبرتیا!

د کور او ښار جوړولو وزارت د شیخ زاید ښارګوټي د هغو اپارتمانونو مالکانو ته خبر ورکوي، چې په خپل وخت یې پنځوس سلنه قسطونه نه دي تحویل کړي او د استرداد تر حکم لاندې راغلي دي، چې د یادو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د شيخ زايد ښارګوټي د (۵۲۱) اپارتمانونو د استرداد په اړه وضاحت!

۱۴۴۸/۵/۱۰

د شيخ زايد ښارګوټي (١١١) بلاكونه، (٣٣٣٠) اپارتمانونو د تمویل موضوع په ١٣٩٢ كال کې بشپړه شوه، چې د ١٣٩٣/١/٣١ نېټه د پخوانۍ ادارې د ولسمشر په حكم او د جوړې شوې شرطپاڼې پر اساس . . .

Back to announcements

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت