د آقچې ولسوالۍ د غلې منډوي د مارکېټ له ودانیزو چاروو څارنه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۵:۱۶
جوزجان

۱۴۴۷/۰۳/۱۳

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس ملا عبدالله فیضان وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د آقچې ولسوالۍ د شمال ختیځ اړخ په سیمه کې د غلې منډوي د مارکېټ د اعمار له روانو چارو څخه څارنه وکړه.

ښاغلي  ملا فیضان وویل، په یاده پروژه کې د دوکانونو داخلي رنګمالي او د دهلیزونو د کټارو نصبولو چارې روانې وې، چې د انجینرانو له خوا د شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وشوه چې ټول ساختماني کارونه باید د نقشې، د کار د احجامو د براورد، د تدارکاتي شرطنامې او د انجینري او تخنیکي نورمونو سره سم پر مخ یووړل شي.

د نوموړي په خبره،سربېره پر دې، د یادې پروژې د لا اغېزمنتیا او کیفیت د لوړولو په موخه یو لړ مسلکي نظریات هم د څارونکو انجینرانو له لوري وړاندې شول.

د آقچې ولسوالۍ د غلې منډوي مارکېټ د یادې سیمې د سوداګرو او ښاریانو لپاره له مهمو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د مارکېټ جوړېدل به د غلو موادو د منظمې راکړې ورکړې ترڅنګ، د سوداګرو د دوکانونو لپاره معیاري فضا برابره کړي او د سیمې په اقتصادي ودې کې به مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

په سرپل ولايت کې د کانال د سنګ کارۍ او د ښاري سړکونو د قیر اچونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

د سرپل ولايت په مرکز کې د پوهنتون د اوبو د کانال د سنګکارۍ د چارو او همدارنګه د ښار دننه د سړکونو د قیراچونې د روانو فعالیتونو څخه تخنيکي نظارت ترسره شو.

د نظارت پر مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

د تایمني پروژې د برېښنا شبکې د پلانونو تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۰۷/۲۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې ریاست اړوند د زیربنایي شبکو (برېښنا) د نظارت تخنیکي ټیم، د کاري پلان له مخې او د خپلو مخکینیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۰:۱۲
Background image

په لغمان کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۷/۲۹

دد لغمان ولایت د کور او ښآر جوړولو ریاست اړوند تخنیکي ټیم د مستوفیت مقام د انګړ د مسجد شریف د پروژې د ودانیزو چاروڅخه لیدنه ترسره کړه، د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت