دمیدان وردګ په چک ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي د توپوګرافۍ سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۵/۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیمونو د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په دشت توپ سیمه کې د کډوالو ښارګوټي د جوړولو په موخه د ۱۳۰۰ جریبه ځمکې توپوګرافي سروې بشپړه کړه.
یاده سروې د دې لپاره ترسره شوې، چې د راټولو شویو تخنیکي معلوماتو پر بنسټ د کډوالو ښارګوټي تفصیلي پلان ترتیب او د ښارګوټي د جوړولو لپاره اړین تخنیکي شرایط برابر شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست د تخنیکي سروېګانو او اړینو معلوماتو د راټولولو له لارې د ښارګوټو د پلان جوړونې لپاره زمینه برابروي، څو د استوګنې سیمې د تخنیکي معیارونو او ښاري اصولو له مخې طرحه او تنظیم شي.
