دامان ولسوالۍ کې د بې ځایه شوو کورنیو لپاره پر هستوګنځي خبري وشوې

۱۴۴۵/۱۰/۲۱
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدو په موخه د محترم عالي کمېسیون څخه له راغلي هیئت سره وکتل.
په دغه کتنه کې، د ملي دفاع وزارت محترم لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د عامې روغتیا وزارت محترم مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د ورزش او بدنې روزنې محترم عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق ګډون کړی و.
په ناسته کې، پر دې بحث وشو چې څنګه کېدای شي د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بې ځایه شوو کورنیو لپاره د سرپناه انتظام وشي.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، د دامان ولسوالۍ د بې ځایه شوو کورنیو د سرپناه په اړه یې د ځانګړي شوي ښارګوټي ټولې چارې بشپړې کړي دي.
ښاغلي نعماني زیاته کړه، هڅې یې پیل کړي چې د پلان عملي کېدا او بیخ بنایي چارو ترسره کېدو په موخه بودیجه ترلاسه کړي.
راغلي هیئت وویل، دوی به په دغه ناسته کې د شوو خبرو او عملي اقداماتو په اړه د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام اداري معینیت سره معلومات شریک کړي او د راتلونکو اقداماتو په اړه به د هغوی د لارښوونو سره سم پاتې چارې سرته ورسوي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو دندو پر وړاندې ځان مسؤل ګڼي او هڅه کوي چې ورسپارل شوی مسؤلیت په وخت او سمه توګه ترسره شي.