خوست ولایت کې  څه باندې ۲۳۹  زره جریبه دولتي ځمکه ثبت شوه

Nasiri_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۲۱ - ۸:۳۳
خوست

ښارجوړولو او ځمکو وزارت  هېواد کې د ځمکو بانک برنامې د پلي کېدو پر مهال ، خوست ولایت اړوندو سېمو کې په ۲۶۰  قطعو کې ،  ۲۳۹  زره او ۱۸۰ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه سروې او ثبت کړي دي.

له دې شمېر څخه، ۲۲۷ زره او ۸۳۶ جریبه سپینه دولتي ځمکه او پاتې، ۱۱زره او ۳۴۴ جریبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه دي ،چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

ښارجوړولو او ځمکو وزارت تر دې دمه، د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې په ۷۱۱۰ قطعو کې ،  ۷ ملیونه ۱۲۰ زره او ۷۸۷ جریبه دولتي ځمکه او ملکیتونه د حکومت د اقتصادي او پراختیایی پلانګذاریو د ښه تطبیق په موخه  سروې او ثبت کړي دي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 6 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۶
Background image

غزني کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت اباد کې د سړک جوړولو له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

په میدان وردک کې د اداري کمپلکس توپوګرافي سروې تر سره شوه

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست محترم رئیس حافظ انجنیر محمد یوسف لطیف وایي، تخنیکي ټیم یې په میدان وردک کې د اداري کمپلکس لپاره (۱۶۳) جریبه ځمګه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۲:۵۱
Background image

په نوي کابل ښار کې افغان نړیوال اسلامي پوهنتون ته زر جریبه ځمکه ورکول کېږي

۱۴۴۶/۱۲/۱۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ هغه کمېټې ناسته وکړه، چې په ترکیب کې یې د لوړو زده کړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې،. . .

BACK TO NEWS