خبرتیا! د خپلو اپارتمانونو پاتې قسطونه اجرا کړئ

org_admin
د اپارتمانونو د قسطونو د اجرا اطلاعیه

خبرتیا!

د خواجه رواش ښارګوټي، خوشحال مېنې ښارګوټي، د څلورم مکروریانو لس پوړیزه بلاکونو، تهیه مسکن، ګلبهار سنټر، د شیخ زاید ښارګوټي او د الشیخ (پیروزي) ښارګوټي محترمو مشترکینو!

د هغې خبرتیا له مخې چې درې میاشتې مخکې اعلان شوې وه، یو ځل بیا تاسې ته خبر درکول کېږي، چې مهرباني وکړئ هر څومره ژر چې ممکن وي، د خپلو اپارتمانونو پاتې قسطونه د شرایطو سره سم د کور او ښار جوړولو وزارت د عوایدو ریاست او د مسکن وجهي صندوق امریت ته په مراجعه کولو سره اجرا کړئ، خپلې تعرفې واخلئ او ټاکل شوې پیسې د دې خبرتیا له خپرېدا سره سم تحویل کړئ.

له هغو ګډونوالو سره چې خپل قسطونه تحویل نه کړي، د قوانینو او مقرراتو له مخې چلند کېږي او بیا د شکایت هېڅ ډول حق نه لري.

والسلام

نېټه: ۲۰ / ۱۲ / ۱۴۰۴

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۱۳:۲۴
Background image

پروژه تهیه و تدارک یک پایه توتل استیشن برای ولایت فراه

بدینوسیله به اطلاع عموم داوطلبان رسانیده میشود که وزارت شهر سازی و مسکن در نظر دارد تا پروژه تهیه و تدارک یک پایه توتل استیشن برای ولایت فراه دارای کود تدارکاتی MUDH/1405/NCB/G-3087 را . . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۳۰ - ۱۱:۵۲
Background image

د افغانستان د ودانیز صنعت، ساختماني چارو او بیارغونې څلورم نړیوال نندارتون ته د ګډون بلنه!

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد له ټولو ودانیزو شرکتونو، پانګوالو، تولیدوونکو، سوداګرو، مسلکي بنسټونو او د ودانیز سکتور غړو ته بلنه ورکوي، چې د افغانستان د ودانیز صنعت، ساختماني چارو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

د شیخ زاید ښارګوټي د (۵۲۱) اپارتمانونو د استرداد په اړه خبرتیا!

د کور او ښار جوړولو وزارت د شیخ زاید ښارګوټي د هغو اپارتمانونو مالکانو ته خبر ورکوي، چې په خپل وخت یې پنځوس سلنه قسطونه نه دي تحویل کړي او د استرداد تر حکم لاندې راغلي دي، چې د یادو . . .

Back to announcements

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

۱ کال ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت